کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د روسیې په بیلګراد” ښار د اوکراین برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت خبر ورکړی، چې، په بیلګراد
ښار د اوکرایني د پوځ په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.د یاد ښار والي “ویاچسلاف ګلادکوف” په خپل ټیلیګرام پاڼه لیکلي: چې په دې برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډیر ټپیان شوي دي.د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د اوکراین برید یوه “ترهګریزه” کړنه بللې ده.په ورته مهال د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند “دیمیتري پیسکوف” ویلي، چې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” د “بیلګراد”ښار له وضعیت څخه خبر شوی، د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا بیا په ټیلیګرام پاڼه لیکلي، چې “د کیف اداره او لویدیځ د دې برید اصلي مسئولین دي. نوموړې خبرداری ورکړی، چې غچ به یې اخلي.


















