کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات په مخ کې تر ټولو ستر خنډ صهیونیستي ريژیم دی. ولسمشر اردغان یوځل بیا د اسراییلي ترهګر ريژیم په لومړی وزیر نتنیاهو توندې نیوکې کړي او هغه یې له هټلر سره پرتله کړی دی. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام اسراییلي ريژیم د عربو په زړه کې سرطاني دانه بللې ده. ولسمشر اردغان خبرداری ورکړی، چې نتنیاهو به غزه کې د ترسره کړو جنایتونو له امله محکمې ته را کاږي. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا فلسطیني ډلې یو والي ته رابللي اردغان زیاته کړې: د فلسطیني ډلو یو والی کولی شي صهیونیستي ريژیم ته په بشپړه توګه ماته ورکړي. ولسمشر اردغان په امریکا هم توندې نیوکې کړي او په خبره یې امریکا دوه مخې پالیسي لري له یو لوري د سولې په خبرو ټینګار کوي او له بل پلوه اسراییلي ريژیم ته وژونکې وسلې ورکوي. د یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر یوځل بیا د یو داسې فلسطیني دولت په جوړېدو ټینګا کړی، چې پلازمینه یې “بیت المقدس” وي نوموړي زیاته کړې، چې د ستونزې حل یوازې د دوه دولتونو د جوړېدو تګلاره ده.


















