غزه؛ تېرو ۷۲ ساعتونو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۷ اسراییلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۳ل)
د المیادین خبري آژانس د خبر له مخې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره په نښتو او چاودنو کې د یو لوړ پوړي اسراییلي قوماندان په ګډون ۱۷ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي. د حماس پوځي سرچینو “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د اسراییلي اشغالګر پوځ ۳ ټانکونه د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې ۸ نیواکګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د حماس سرچینو دغه راز خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې رفح ښارګوټي کې یې په هغه کور د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې صهیونیستي پوځیان پکې راټول شوي و، چې په پایله کې یې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۲ تنه پوځیان وژل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې “سرایة القدس” قدس لېوا او د اسلامي جهاد مقاومتي ډلو هم ادعا کړې، چې د غزې په مرکزي سیمو کې یې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه اسراییلي پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.



