روسي ځواکونو خارکیف ته څېرمه یو ستراتیژیک ښار نیولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۳ل)

په داسې حال کې، چې روسي ځواکونه د اوکراین په دویم ستر ښار کې خارکیف کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی، تازه د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې خارکیف کې یې د “بوګروواتکا” سراتیژیک ښارګوټی نیولی دی. د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې یاد ښارګوټۍ د خارکیف زړه بلل کېږي، یوه مهمه سیمه ده او د یو پوځي هوایي ډګر په ګډون پکې د اوکرایني ځواکونو څلور اډې او د وسلو بې شمېره زیرمې شتون لري. د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې تر خونړیو نښتو وروسته یې په یاد ښار ولکه بشپړه کړې ده او د جګړو په ترڅ کې یې ۱۳۵ اوکرایني پوځیان وژلي دي. د یادونې وړ ده، چې د اوکراین دفاع وزارت هم خبر ورکړی، چې له یاد ښار څخه یې ځواکونو شاتګ کړی؛ خو په خبره یې ځوابي برید ته په چمتوالي پوخت دي.

مربوطه مطالب

Back to top button