صهیونیستي اشغالګر د غزې له “الزیتون” سیمې وتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د حماس ځواکونو د سخت مقاومت وروسته صهیونیستي اشغالګرو د غزې له “الزیتون” سیمې وتلي دي. د مقاومت اړوند د مشرق نیوز د خبر له مخې صهیونیستي پوځ نن ماسپښین د غزې ښار په جنوب ختیځ کې د الزیتون له سیمې څخه شاتګ کړی دی. په ورته مهال اسراییلي رسنیو هم د غزې له “الزیتون” سیمې د خپلو پوځیانو د وتلو د خبر پخلی کړی او په خبره یې په غزه کې یې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو عسکرو شمېر ۶۲۱ تنو ته رسیدلی دی؛ خو د یادونې وړ ده، چې نړیوالې رسنۍ بیا غزه کې د اشغالګر صهیونیستي پوځ مرګ ژوبله له هغه څو چنده زیاته ښیي، چې اسراییلي رسنۍ یې خپروي.

مربوطه مطالب

Back to top button