دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغانستان په وچه کې را ګیر هیواد

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 17, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
40
ځلې شریک شوی
506
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لیکنه: مشعل سمسور
د افغانستان جغرافیایی موقیعت په کتو سره که چیری مونږ ارزونه وکړو دا هیواد په وچه او بی ځنګله غرونو کی راګیر یو هیواد دی، چی یو لور ته مرکزی اسیا په شمال او جنوب کی موقعیت لری، افغانستان په یو اقصادی څلور لاری کی پروت هیواد ده چی نړیوالو او لوی قدرت لرونکی هیوادنو ته د ستراتیژیکی نقطی حیثت لری چی ختیڅ، لویدځ او مینځنی ختیڅ هیوادونه د یو بل سره نښلوی خپله لویه سوادګریزه، د راکړه ورکړه او اقتصادی برخه تکیه یی په ګاوندي هیوادونو په ځانګړی توګه پاکستان، ایران او اوسمهال د میځني آسیا هیوادنو تاجکستان، ازبیکستان او قزاقستان سره تر سره کویی چی په لویه پیمانه ګاز نفت اوړه او نور خوراکی توکی افغانستان ته ځمکی له لاری سر ته رسوی.
په دی ورستیو او جمهوریت په وخت کی د افغانستان زیاتره راکړه ورکړه خپل څلور طرف ته په لویه کی د هوایی دهلیزونو او ځانګړي توګه د چابهار بندر له لاری تر سره کړی، افغانستان وتوانید خپلی ډیری سوداګریزی معاملی له یادو لارو څخه هم تر سره کړی تر څو په خپل ځان بسیا شی او د نورو هیوادونو له منګولو نه خلاص شی.
د اقتصاد لر نظره افغانستان په طبیعی زیرمو کی سره زر، سپین زر، الماس، یاقوت، لاجورد، زمرد، مس، چست، یورانیم، د سکرو دبرې لوی زیرمی، قیمی کاڼی، د مرمرو مختلف اقسام پکښی شامل دی، د هیواد په شمال کی نفت او ګاز چی د وطن لوی اقتصادی منابع دی نغښتی دی له همدی کبله افغانستان ځان اقتصاد محوره بولی .
د روسانو له یرغل نه را واخله تر ۲۰۰۱ کال پوری افغانستان د لویو غریبو هیوادنو په کتار کی شامل وه ځکه چی دلته ۴۵ کاله دوامداره یرغل او جګړی تر سره شوی او افغانستان یی ترقۍ او تمدن ته نده پریښی تر څو دلته د فقر، د بدبختیو، د جګړی او لمن غونده او پر ځای یی اقتصادی پرمختګ، تعلیمی پرمختګ، نظامی پرمختګ تر سره شی او خلک په ځان بسیا شی .
د افغانستان په څیر ورسته پاتی هیوادونه چی په هغه قطار کی ډیری افریقایی هیوادونه شامل دی چی اوس ورسره فلسطین، اوکراین او هغه هیوادونه شامل شول چی جنګ په کی روان دی، فقر او نابرابری چی د افغانستان غوندی د دریمی نړی هیوادونه بلل کیږی یو غټ او په اوګو درونګ بار دی چی وړل یی آسانه کار ندی . په دی عرصه کی په میلیاردونه ډلر ولګیدل تر څو دا ستونځه حل کړی او یا کومه بله لار ورته پیدا کړی خو ناکامی په همیشه د افغانانو په نصیب وه د دی ناکامی ترشا ځینی ستونځی دی چی صحیح پایله نه ورکوی ، هغه د افغانستان په مختلفو ادارو کی اداری او مالی فساد شتون ده چی هیواد نه پریږدی چی خپل هغه مسیر وټاکی کوم چی ضرورت ګڼل کیږی.
افغانستان تر اوسه پوری په رزاعت، مالدارۍ د ګاونډیانو سره په تجارت او پر بهرنیو مرستو ولاړ هیواد دی افغانستان کی بغیر له لویو ښارونو نه مه وایه ځینی ولایتونه هیڅ ښارونه نه لری، د پاکو اوبو نه شتون، صحت ته نه پاملرنه، معیاری استوګنځایونه، د برق نشتون ،د انجونو تعلیم ته پراته خنډونه، د ښځو حقوق نه مراعتول او کار ته نه پریښودل هغه ستر ګواښونه دی د افغانستان غوندی هیواد چی اقتصاد یی پرمختګ له خنډونو ستونځو سره لاس او ګریوان دی مخی ته لکه ډب پراته دی او نه پریږدی چی افغانستان د ترقۍ په لار روان شی.
راځو دی ته چی اوس مهال په افغانستان کی امنیتی اړخ نه حالتو کی ډیر مثبت بدلون لیدل کیږی جنګ تر ډیره حده خپل لمن له دی سیمی غونډه کړی ده زمونږ ښاری اوپه خاصه توګه کلیوال ژوند د آرامۍ ساه اخلی بزګران، باغداران مالداران چی څاروی یی په دښتو او د غرو په لمنو کی لیدل کیږی چی څری د وطن عام وګړی چی شپه او ورڅ هر خوا ته ځی راځی او کومه ستونځه ورته نه پیښیږی په داسی حالتو کی ایا افغانستان کی پانګونه/ سرمایه ګذاری او ځینی نور کارونه لکه ، ژوند کول، کار کول ، تجارت کول تعلیم کول پکار دی که نه ؟ آیا هاغه زمینه چی د یو تجار او سرمایه ګذار لپاره برابره شوی دی چی دوی خپله پانګه په افغانستان کی وکاروی او کی چیری دلته سرمایه ګذاری تر سره کړی د پیسو راکړه ورکړه د بانک په ذریع ترسره کیږی چی دا اوسنی حالت کی امکان لری. سره له دی ټولو استونځو چی بهرنی بانګوال او سیلانیان افغانستان ته به راشی؟ زمونږ شخصی او دو دولتی بانکونه باندی د راکړی ورکړی لپاره بندیزونه لیږدلی دی ، تعلیمی اداری تر ډیره حده فلج شوی دی او یا هم د فلج کیدو په حال کی دی زمونږ صحی سکتور هم له ګڼو ستونځو سره مخ دی د پخوا په شان ورسره بهرنی مرسته نه ترسره کیږی چی زمونږ غریب خلک د هغو له ګټو نه مستفید شی.
د انجونو او ښځو پر وړاندی تاوریخوالی، کار ته نه پریښودل او د تعلیمی دروازو تړل د دی لامل شوی چی افغانستان باندی بندیزونه ولګول شوی له مشکلاتو سره مخ کړی د افغانستان خپله سرمایه کنګل شی عام خلکو ته زیانونه ور واړول شی تر څو ملک او نظام بیا له بربادۍ سره مخ شی.
که چیری مونږ په خپل ګاونډ کی نورو اسلامی ملکونو ته مخ ور واړو هغوی د خپل خلکو او وګړو د هوساینی لپاره هر ډول سختیانی پر ځان اخلی او حکومت یی کوښښ کوی چی خلک یی آرامه ژوند وکړی خپل کاروبار، تعلیم او د ژوند نوری برخی ټولی فعالی اوساتی تر څو خلک یی په خپل هیواد کی ژوند وکړی نورو ملکونو ته کډه نشی له سختیو یی وساتی خو د افغانستان دا بیلګه بیخی سر چپه ده دلته خلک له خپل هیواد نه تښتی ، ځوانان کوښښ کوی چی خپل ژوند اسوده کړی او اکثره یی بیا د مسافری له سختیو ورسته ذهنی ناروغی ورته پیدا شی زیاتره خلک تر منزل نرسیږی او په لاره کی ده غلو ، بدماشانو ، قاچابرانو په واسطه وژل کیږی او دی غمیزی سره افغانان همیشه لاس او ګیروان دی چی باید د حال لاره ورته ومندل شی.
بل راځو دی ته چی د افغانستان موسمی یا اقلیمی جوړښت په سیمه کی ساري نلری وچکالي ، بارانونه، واوري، بی سارې سړه هوا او ځینی ولایتونو کی د تودوخی لوړه درجه افغانستان له داسی اقلیم سره یو ځای کوی چی سارې یی په جنوبی آسیا او مینځی آسیا او ختیځي آسیا کی نشته له همدی وجه دلته وچی د شګو ډکی دښتی او بی ځنګله ډبرین او خاورین غرونه شتون لری چی له امله یی سخت بارانونه ګلۍ او ځینی ځایو کی واوری کیږی چی له امله ډیر ستر سیلابونه راوځي چی خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړوی په دی تیرو دوو کالو کی د داسی سیلابونه راوتل چی تر دی دمه ندی تر سترګو شوی ، البته دی ټولو طبعیی آفتونو ته د حل لاره شتون لری که چیری په جدی توګه ورته پام وشی ترځو خلک ده دی سرګردانی نه خلاص شی.
نه تر اوسه ورته خلکو پام کړی او نه هم پخوانی حکومتونو چی د حل لاره ورته ومندل شی د اوبو مدیریت ، د سیلابونه اوبه مهارول، د خلکو مخه نیول چی د سیندونو، کانالونو، سیل بردونو ، خوړونو شاوخوا او نیږدی کورنو جوړولو مخه ونیول شی تر څو د مالی او ځانی زیانونو مخه ونیول شی، اوس اړینه ده چی حکومت ورته په لومړی کی خپل پام ور واړوی او بیا د خلکو دی ستونځه ته د پای ټکی کیږدی تر څو خلک دی داسی لوی ناورینو نه خلاص شی دلته د خوړونو کی چی پخوا په کی سیلاب تللی دی او نښنی نښانی یی موجودی دی خلکو په کی کورونه جوړ کړی دی سیندونه ، بندونه ، چیک ډیمونه کانالونه او ویلی له خټو، شګو او فاضله موادو ډکی دی یوه بیلګه دی کابل سیند ده چی په مختلف ځایونه کی غصب او تنګ او له ګنده ډک دی چی باید ورته ژر پاملرنه وشی.

لوی ټکي: افغانستان، وچه، مشعل، سمسور،
مخکینې مطلب

سفارت رژیم صهیونیستی در سویدن مورد حمله قرار گرفت

بل مطلب

غزه کې خونړۍ نښتې؛ لسګونه صهیونیستي اشغالګر وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com