روسي ځواکونه د اوکراین د دویم ستر ښار دونستک مرکز ته ننوتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
روسیې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، ځواکونه یې د اوکرین د دویم ستر ښار چې په دونستک مرکز ته ننوتلي او کنټرول یې راخپل کړی دی، په داسې حال کې چې اوکراین هم ورته ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې پوځي بریدونه شنډ کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د دونستک سیمې په کلیشچیویکا کې یو مېشت ځای تر کنټرول لاندې راوستی او له څو خواو د اوکراین د پوځ ځوابي بریدونه یې په شا تمبولي دي. دغه وزارت همداراز ویلي چې د روسیې پوځ د اوکراین د مهماتو دوه ډیپوګانې هم ویجاړې کړې دي.
وزارت وايي، د روسیې د هوايي دفاع سیسټم ۳۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې، څو هوايي بمونه او یو امریکایي ساخت توپچي توغندیو سیسټمونه (HIMARS) هم شنډ کړي دي.


