ناروې هسپانيا او ايرلنډ د فلسطين دولت په رسميت و پېژانده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

درېوو اروپايي هېوادونو هسپانيا، ناروې او ايرلنډ پرون د فلسطيني دولت د رسميت پېژندنې اعلان وکړ.د ناروې لومړي وزير يوناس ګوهر ويلي، چې ځينې نور اروپايي هېوادونه هم د فلسطين رسميت پېژندلو ته تيار دي.مخکې له دې ځينو نورو هېوادونو هم د فلسطين دولت په رسميت پېژندلي او دغو درېوو اروپايي هېوادونو د اسرائيلو له خبرداري سره سره دغه اقدام کړي دي.د ناروې او هسپانيا لومړيو وزيرانو ويلي، چې دغه پرېکړه د روانې مې مياشتې له ۲۸ مې نېټې د پلي کېدو وړ ده.مخکې له دې ځينو نورو هېوادونو هم د فلسطين دولت په رسميت پېژندلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button