کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اوکراین په شمال ختیځ د دونیتسک په څنډو کې یې یوه مهمه او ستراتیژیکه سیمه نیولې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰۰۰ تنه اوکرایني پوځیان وژلي دي. سپوتنیک خبری اژانس د روسیې د دفاع وزارت د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو دونیستک کې د «ارخنګلسکی» ستراتیژیکه سیمه نیولې ده. د روسیې د دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې ځواکونو یې د بریالیو پوځی عملیاتو په پایله کې د دونیتسک یاده مهمه او ستراتيژیکه سیمه له اوکرایني ځواکونو نیولې او لا هم د پرمختګ په حال کې دي. د یادونې وړ ده، چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ هم له یادې سیمې د خپلو ځواکونو د وتلو پخلی کړی؛ خو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې د روسیې د ادعا په هکله څه نه دي ویلي.


















