لیکوال: م.ی شهیدزوی
الله عزوجل ته بې پایه حمد او ثنا، چې له تقریبا ۸ میاشتو پر غزې د امریکا/اسرائیلو له هر اړخیزو او ځواکمنو عملیاتو سره سره د حماس مجاهدین په هجومي اویرغلییز حالت کې دي.
د عربي رسنیو د معلوماتو له مخې تېره ورځ (یکشنبه) د حماس مجاهدو ځواکونو له غزې څخه د اسرائیلو په پلازمېنې (پایتخت) تل ابیب باندې لسګونه توغندې ورتوغولي دي.
خپله د حماس د پوځي ځانګې ویاند، ابوعبیده ـ حفظه الله ـ هم د دې توغندوییزو بریدونو د پخلي ترڅنګ ویلي، چې وړمه ورځ یې د غزې شمال په “جبالیه” سیمه کې پر دښمن غلچکی او پلان شوی برید کړی، چې په پایله کې یې دښمن ته د درنې مرګ ژوبلې د وراوښتو تر څنګ د هغوی څوتنه ژوندي اسیران هم نیولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د بیت حنون، رفح او ځینونوروسیموکې هم اسرائیلي صلیبیانوته د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
که څه هم ابوعبیده ـ حفظه الله ـ په تل ابیب د یاد توغندیزبرید د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه ده په ګوته کړې؛ خو د هدف په لوري دا ډول دقیق او سنجیده شوي بریدونه بې له شکه، چې دښمن ته درانه ځاني او مالي زیانونه ور اړولی شي.
د پام وړ او مهمه خبره داده، چې د امریکا/اسرائیلو د طمعې خلاف په دې موده کې حماس غورځنګ نه یوازې کمزوری نه شو، بلکې لاهم په یرغلییز او هجومي حالت کې دی؛ نوځکه خو امریکا/اسرائیل د ناکامیو او نا هیلیو له امله د غوصې په اورکې سوزې. او د یادونې وړده، چې د غوصې د دې اورلمنه د عرب حکومتونو منافقینوته هم رسیږي، ځکه هغوی هم د مجاهدینو ثابت قدمۍ او بریا نه غواړي. موتوا بغیظکم.