کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د حزب الله مقاومتي غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د یادې ډلې د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله یې د اسرائیلي پوځ پر یوې اډې برید کړی، چې د نښتو په ترڅ کې ۵ صهیونیستي اشغالګر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. یادې ډلې دغه راز ادعا کړې، چې د لنډ مهال لپاره یې ځواکونو د یادې اډې کنترول په لاس کې اخیستی و او د دوه پرمختللو ټانکونو په ګډون یې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم غنیمت کړي دي. د ویلو ده، چې اسرائیلي ريژیم تر دې دمه د حزب الله د ادعاوو او خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله ځواکونو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ د سختو نښتو خبر ورکړی دی.


















