کله چې په افغانستان کې د امريکا او د دوی د متحدينو پښيې په لړزانده شوې، امريکا وپتېله چې له اسلامي امارت سره د خبرو مېزت ته کښېني، چې همداسې وشو، کله چې امريکا په قطر هېواد کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر په مسؤولینو سره خبرو ته حاضره شوه، نو له ډېرو مياشتو خبرو اترو په ترڅ دوی ته په زبات ورسېده چې اسلامي امارت يا د دوی په اصطلاح طالبانو د افغانستان اصلي وګړي او د دې خاورې اصلي وارثين دي، ځکه دوی که له يوې خوا په جنګ کې له د امريکا په مشرۍ له ناټو ځواکونو لورې ورکړی وی، نو له بلې خوا يې د مذاکراتو پر مېز هم دوی ته وښوده چې د اسلامي امارت هر غړي د امريکا او د دوی د متحديتونو په ټولو فريبونو خبر او پوه دی، ځکه هغه د خوشحال بابا خبره: «زړه مې نه خوځي له ځايه + غر خو هسې وي کنه!»
الله تعالی د اسلامي امارت جنګيالو او سياسيونو ته استقامت ورنصيب کړ، چې بالاخره د اسلامي امارت د مجاهدينو له بې درېغه قربانيو وروسته د الله تعالی په نصرت يو ځل بيا پر افغانستان اسلامي امارت واکمن شو او د هېواد د ادارې ټولې چارې يې په لاس کې واخيستې. موږ د چارو په ادره کولو خبرې نه کوم، غواړو چې د افغانستان د بهرني سياست په اړه لنډې خبرې وکړو او هغه دا چې کله اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو، نو له خلکو سره ډېرې پوښتنې او اندېښنې وې، لومړۍ اندېښنه د نړيوالو له لورې د افغانستان د نوي اسلامي نظام د رسميت پېژندنې مسئله وه؛ رسميت پېژندنه رښتيا هم يوه پېچلې مسئله وه/ ده.
اسلامي امارت په داسې يو حالت کې واک ته ورسېده چې په سيمه کې نوې شخړې را منځته شوې وې، له یوې خوا د روسيې او اوکراين شخړه او له بلې خوا د اسرائيلو له غاصب رژيم سره چې امريکا يې تر ټولو مهم ملاتړې ده د فلسطين مجاهدينو مبارزه ده او له دوی څخه د ځينو ګاونډيو هېوادونو په تېره د ايران ملاتړ هغه څه وه، چې د افغانستان د بهريني سياست لپاره يو ډول چلنج څخه و.
که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين مظلوم ملت پر وړاندې د اسرائيلي اشغالګرانو د هر تيري او تجاوز پر وړاندې چپ نه دی پاتې شوی، وخت پر وخت يې د دوی مظالم غندلي او خپل دريځ يې د علاميو په صادرلو سره بيان کړی دی، خو پرته له شکه له هغو هېوادونو سره اړيکې پالل او ساتل چې هغه د فلسطينيانو له داعيې سره مرسته کوي، يو لوی چلنج ده. له دغو چلنجونو ور هاخوا په سيمه او نړۍ کې د روسيې، چين، امريکا، هند، ايران او ترکيې سره په دغسې حالت کې اړيکې ساتل او پالل په سياسي پختګۍ پرته نور څه نشي تعبيرېدای، ځکه د افغانستان اوسنی بهرنی سياست چې تر ډېره په بې پرېتوب ولاړ دی، خو بيا د نړۍ په دغسې ګډوډې سیاسي اوضاع کې له امريکا، روسيې او چين غوندې پياوړو او قدرتمندو هېوادنو سره په يو وخت کې ښيې اړيکې پالل د اسلامي امارت د بهرني سياست په پخوالي دلالت کوي. د روسيې هېواد له لورې د اسلامي امارت د غړو له تور ليست څخه ايستل دا معنا لري، چې ورځ تر بلې په نړي او سيمه کې د افغانستان اسلامي امارت اړيکې لا پياوړې او مستحکمې کېږي چې په راتلونکي يې به له ځان سره ښه پيغامونه ولري. ان شاءالله!