کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د منځني ختيځ د نظامي چارو نوموتي کارپوه، فايز الدويري له الجزيرې تلويزيون سره په خبرو کې ويلي، چې د غزې د جګړې له پيله اسلامي مقاومت د اشغالګرو ۱۵۰۰ پورې ټانکونه له منځه وړي چې ۹۸ سلنه په هغه وسله ويشتل شوي، چې د غزې په داخل کې د قسام انجينرانو جوړه کړې ده.
د دويري په خبره په دې حساب سره د اسرائيلو ۵ فرقې په غزة کې له منځه تللي دي، ځکه چې په هره فرقه کې ۳۱۵ ټانکونه شتون لري چې په دې حساب سره د ۵ فرقو ۱۵۰۰ برابريږي او دا په يو نا انډوله جګړه له حده ډير لوړ تلفات دي چې د نړۍ يو پرمختللی پوځ ګالي.
بايد وويل شي چې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي غزه کې د اسراييلي اشغالګرو او فلسطيني مقاومت کوونکو ډلو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، او ګڼ شمېر د فلسطیني ملکي وګړو سربيره په کې اسراييلي نیواکګرو ته هم پراخ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.


















