کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې د دغه هیواد پوځ په هند سمندر کې پر ۲ امریکايي بیړیو او سره بحیره کې پر ۳ کښتیو بریدونه کړي.یحیی سریع زیاته کړه: په ارام سمندر او سره سمندرګي کې مو پر درېیو کښتیو ۳ عملیاتونه ترسره کړل. د هند په سمندر کې مو د امریکا “LAREGO DESERT” او د اسراییل “MSC MECHELA” بیړۍ هدف وګرځولې، همدارنګه د “MINERVA LISA” بیړۍ مو چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته د تګ بندیز یې مات کړ، تر برید لاندې راوسته. سریع وویل، دوه نور ځانګړي عملیاتونه په سره بحیره کې پر دوو امریکایي کښتیو ترسره شول. د هغه په خبره، د یمن سمندري او هوایي ځواکونو خپل اهداف په بریالي توګه په نښه کړل.
د سریع په وینا، تر هغه چې پر غزې بریدونه پای ته ونه رسېږي او په دغه ښار کې د فلسطیني ولس کلابندی ختمه نه شي، نو دوی به د فلسطین مظلوم ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د یادونې وړ ده، چې یمن اعلان کړی، له فلسطین او مقاومت څخه د خپل ملاتړ په لړ کې به د اسراییلو او یا نورو هیوادونو هغو کښتیو ته له سره سمندرګي څخه د تېرېدو اجازه ورنه کړي، چې د اشغالي فلسطین بندرونو ته ځي.


















