کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله غورځنګ په بریدونو کې ۹۳۰ یهودي میشت ځایونه ویجاړ شوي او سلګونه اسرائیلي کورنۍ اړ شوي، چې سیمه پريږدي. د صهیونیستي ريژیم دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اسرائیلو په جنوبي “کبتز المناره” سیمه کې ۱۵۵ کورونه د حزب الله د توغندیو د بریدونو په پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. دغه راز د حزب الله او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو د شمال په ۸۶ ښارونو کې ۹۳۰ کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې صهیونیستي ريژیم په رسمي توګه د حزب الله وسله والې ډلې په بریدونو کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه څرګندونې کوي.


















