کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله “علي خامنه اي” د سوریې له ولسمشر “بشارالاسد” سره په لېدنه کې ویلي، چې صهیونیستي ضد مقاومت د سوریې د ملت هویت دی او باید وپالل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې لویدیځوالو او په سیمه کې د صهیونیستي ریژیم له ملاتړه برخمنو ډلو پلان درلود؛ څو د جګړې له لارې د سوریې نظام نسکور کړي؛ خو په خبره یې بریالي نه شول. د یادونې وړ ده، چې د سوریې ولسمشر یوځل بیا اسرائیل په سیمه کې د نا امنۍ په جوړولو تورن کړي او له فلسطیني ډلو یې د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار کړی دی.


















