کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو ویاند “جنرال يحيی سريع” له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې بحري او هوايي ځواکونو يې د فلسطيني مظلوم ولس په ملاتړ او د صهيونیستي رژيم د جرايمو په غبرګون کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ بيړۍ په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې درې بيړۍ: (LAAX),(MOREA),(Sealady) يې په سره سمندرګي کې د څو توغنديو او بې پیلوټه الوتکو په مټ ويشتلي.
خپرپاڼه کې راغلي چې دوه امريکايي بيړۍ(ALBA) او (Maersk Hartford) يې هم په عربي بحر کې په نښه کړي.
او وروستۍ هغه يې په بحر ابيض کې ويشتلې.
بايد وويل شي چې په غزه باندې د صهيوني اشغالګر رژيم لوري د وروستیو بريدونو په غبرګون کې يمني ځواکونو په سور سمندرګي او ورڅېرمه سيمو کې د اسراييلي رژيم او د هغوی د متحدينو لسګونه کښتۍ په نښه کړي او ګواښ يې کړی، چې د صهيوني رژيم د جرمونو تر بشپړې خاتمې پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.


















