کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
معتبرې اسراییلي رسنۍ “یدیعوت احرنوت”خبر ورکړی، چې د پوځ تر نیمايي ډېر افسران د دندو له تمديد څخه په شا شوي دي. یادې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې اسراییلي پوځ کې د دندې مودې د نه تمدید دا شمېره د اکتوبر د ۷ مې نېټې له حملې مخکې ۵۴ سلنه وه، چې د پخوا په پرتله اوس ۷ سلنه زیاته شوې ده.له اداري فساد سره د مبارزې اسرائیلي کمېسیون سروې ښيي، چې، پوځ کې ژور خپګان د پوځیانو کورنیو ته د زیان وېره او معاشاتو کې د پام وړ کموالی له پوځ د افسرانو د تېښتي عمده عوامل دي. باید وویل شي، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم تر اټکل پورته د فلسطیني مقاومت دوام، او غزه کې د روان وحشت له امله له اسرائیلي سوداګریزو شرکتونو سره د ځېنو هېوادونو د راکړې ورکړې پرېکون د نتنیاهو ترهګر رژیم له سخت مالي بحران سره مخ کړی دی.


















