غزه کې خونړۍ نښتې؛ ۲۱ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ جوزا، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې ۲۱ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ۴۴ نور مرګوني ټپیان شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې شمال کې یې د صهیونیستي اشغالګرو پر پوځي کاروان برید کړی، چې د جګړې په ترڅ کې ۱۵ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه راز د حماس پوځي سرچینې ادعا کوي، چې د غزې تړانګې په مرکز کې یې درې اسرائیلي ټانکونه د سړک غاړې په بمونو الوځولي، چې په پایله کې یې ۶ تنه صهیونیستي ترهګر پوځیان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې د غزې بېلا بېلو برخو کې یو شمېر ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



