د سوریې پر حلب د اسرائیلي اشغالګرو هوایي بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د صهنونستي رژیم هوايي ځواکونو نن دوشنبه سهار وختي د سوریې حلب ښار پر څنډو درانه هوايي بریدونه کړي دي. کابل ټکی کام د “المیادین” خبري آژانس په حواله خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د حلب ښار شمالي “حیان” ښارګوټی کې د مسو یوه کارخانه په نښه شوې ده. راپور زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د راپور پر اساس، له دغو بریدونو سره همهاله د سوریې دافع هوا سیستم فعاله شوی ده.د سوریې دفاع وزارت هم د اشغالګر رژیم دا هوایي بریدونه تائید کړي.د یادونې وړ ده، چې اسرائیلو په داسې حال کې دا بریدونه کړي، چې له دې وړاندې صهیونیستي رژیم د سوریې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ هم بریدونه کړي و، چې په کې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو د یو لوړ پوړي قومندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي و.



