زېلېنسکي: غرب راته ویلي و، چې روسیې سره جګړه څو میاشتې ده او اوکراین به بریالی شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د اوکراین ولسمشر “زېلېنسکي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې
موږ ته غرب ویلي و، له روسیې سره جګړه یو څو میاشتې ده، چې اوکرایین به بریالی او روسیه به پکې شرمونکې او لویه ماتې خوري؛ خو داسې ونه شول. نوموړي وایي، موږ داسې فکر نه کاوه چې له روسیې سره به جګړه څو کلونو ته وغځیږي.زېلېنسکي
زیاتوي:موږ نور د جګړې پر ځای سوله غواړو او لومړیتوب ورکوو.
زېلېنسکي تېره ورځ په غرب غږ کړی و ،چې روسیه د جګړې پر ځای سولې ته وهڅوي، ترڅو نور د جګړې پر ځای تل پاتې اوربند ته لاره هواره شي. د یادونې وړ ده، چې د اوکراین ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د یاد هیواد په ډیری سیمو کې اوکرایني ځواکونو شاتګ کړی، روسي ځواکونو ترې مهم او ستراتیژیک ښارونه نیولي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.



