دوبۍ مېشتي افغان پانګوال بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
دوبۍ کې مېشتو افغان پانګوالو ویلي دي، چې هیواد دننه بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه کوي.
د راپورونو له مخې، دوبۍ کې مېشتو افغان پانګوالو تېره ورځ د اقتصاد له وزیر “قاري دین محمد حنیف” سره په لیدنه کې د انرژۍ د استخراج، د نفتي توکو د تصفیې کارخونو او د کرنې برخه کې د سړو خونو د جوړولو سربېره، په چابهار سوداګریز بندر کې د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او خپلې طرحې یې له نوموړي سره شریکې کړې دي.راپور زیاتوي، په دې لیدنه کې د اقتصاد وزیر ویلي، چې اسلامي امارت له بهرنیو پانګوالو ملاتړ او ورته هر راز اسانتیاوې برابروي.د دغه راپور پر اساس، دې لیدنه کې تخنیکي ټیم ته دنده سپارل شوې ترڅو د یادو پانګوالو وړاندیز شوې طرحي وڅېړي او ورسره لازمه همکاري وکړي.



