سوریه؛ د وسله والو برید کې ۳۳ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د سوریې له دیرالزور ولایت څخه راپورونه وایي، چې د حکومت ضد وسله والو په برید کې ۳۳ سوریایي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید نن سهار وختي د “دیرالزور” ولایت کې د پوځیانو په لیږدونکي بس موټر ترسره شوی دی.
د سوریې دولتي تلویزیون هم د برید او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو په خبره یې په ځوابي برید کې یې ۷۰ حکومت ضد وسله وال هم وژلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد برید مسؤلیت حکومت مخالفې “تحریرالشام” وسله والې ډلې منلی ده. یاده ډله له ۲۰۱۳م کال راهیسې د سوریې د حکومت خلاف جګړو کې ښکیله ده؛ خو په دې وروستیو کې یې مهم مشران د حکومتي ځواکونو لخوا وژل شوي او نیول شوي دي.



