‏قزاقستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

د قزاقستان ولسمشر “قاسم جومارت توقایف” اعلان وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت “طالبان” یې د ممنوعه ډلو له لیسته ایستلي دي.د قزاقستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر توقایف دغه څرګندونې د ګډ امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو له مشرانو سره په کتنه کړي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې دغه اقدام له افغانستان سره د اقتصادي اړېکو د پراختیا په موخه شوی دی. ولسمشر توقایف ټینګار وکړ، چې په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو کارونو څخه په سیمه ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده.د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي و چې هیواد یې د منعه شویو ډلو له لېست څخه د افغانستان د اسلامي امارت د ایستلو په لټه کې دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” اسلامي امارت «د ننني افغانستان واقعیت» بللی او ویلي یې و، چې «موږ باید په یو ډول له هغوی سره اړېکې وساتو.

مربوطه مطالب

Back to top button