کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان د حزب الله مقاومتي غورځنګ لخوا د صهیونیستي ريژیم یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتل شوې ده. د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی دی، چې د صهیونیستي ريژیم بې پیلوټه تېره ورځ د لبنان-اسرائیلو له پولې د لبنان خاورې ته اوښتې وه، چې د حزب الله په نښه او له منځه وې وړل شوه. د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پوځ هم د حزب الله ځواکونو له لوري د خپلې یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو پخلی کړی؛ خو په خبره یې ځواکونو یې په ځواب کې د لبنان په جنوبي سیمو کې د حزب الله غورځنګ اهداف په نښه کړي دي.