کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې تېره ورځ د قزاقستان ولسمشر د افغانستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له لیسته لرې کړ. د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” یې په غبرګون کې ویلي، چې د واقعیتونو په درک سره ځېنو هېوادونو وښودله، چې له اسلامي امارت سره د ښه تعامل غوښتونکي دي. مجاهد د قزاقستان د ولسمشر وروستۍ پرېکړه ستایلی او له نورو هېوادونو یې هم د ورته ګام پورته کوله غوښتنه کړې ده. مجاهد ویلي: د امریکا له ماتې وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې په پراخه کچه تبلیغات وشول، چې ځېنې هېوادونه هم ترې متاثره شول. مجاهد په دې اړه رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي: د واقعیتونو په درک سره ځېنو هېوادونو وښودله، چې له اسلامي امارت سره د ښه تعامل غوښتونکي دي. مجاهد دا ډول پرېکړې د اړیکو د پرمختګ لپاره مهمې بللي او له نورو هېوادونو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د قزاقستان ولسمشر “قاسم جومارت توقایف” د اسلامي امارت نوم د هغو سازمونونو له نوملړ څخه لرې کړ، چې الماتا یې فعالیتونه منع کړي دي. ولسمشر توقایف د دې کار لامل له اسلامي امارت سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا یاده کړې ده.


















