کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ د ستر پوځي قوماندان “یحیی سنوار” له قوله ویلي، چې له بشپړ او دايمي اوربند پرته د بايډن وړانديز ورته د منلو نه دی. یحیی سنوار په یو لنډ پیغام کې ویلي، چې د بایډن د وړاندیز په اړه یې منځګړیو هیوادونو ته پیغام استولی دی.د امریکا د “وال سټریټ ژورنال” د راپور له مخې، السنوار په خپل لنډ پیغام کې ټینګار کړی،چې حماس به هیڅکله خپلې وسلې تسلیم نه کړي او له اسراییلو سره به د جګړې د بشپړې بندولو پرته د سولې تړون لاسلیک نه کړي. یحیی سنوار په خپل پیغام کې ویلي، که غوښتنې یې ونه منل شي جګړې ته به دوام ورکوي، د نوموړي په خبره غزه کې صهیونیستي ريژیم ماته خوړلې او د مقاومت د ځواکونو مرال یې پر وړاندې څو برابره غښتلی دی.
یادې امریکايي ورځپاڼې په خپل خبر کې لیکلي: په غزه کې د حماس مشر عربي مذاکره کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې تر هغو به د بایډن وړاندیز ونه مني تر څو چې نوموړی صهیونیستي ريژیم دایمي اوربند او په بشپړه توګه له غزې تړانګې وتلو اړ نه کړي. دوال “سټریټ ژورنال” په خبره د بایډن د وړاندیز په اړه د السنور په لنډ پیغام کې منځګړیو هیوادونو ته ویل شوي، چې حماس به خپلې وسلې هیڅکله تسلیم نه کړي او نه به له غزې تړانګې ووځي. د یحیی سنوار په خبره کوم څه چې اسرائیلو د جګړې په ډګر کې تر لاسه نه کړل اوس هڅه کوي د سولې په خبرو کې یې تر لاسه کړي؛ خو دا یې هسې یو خیال دی موږ لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې پیاوړي یو دغه راز د سولې په خبرو کې هم پیاوړي یو. دا په داسې حال کې ده، چې د حماس غورځنګ دغه لوړ پوړی پوځي قوماندان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې مصري رسنیو په دغه هیواد کې د یوې لوړ پوړې سرچینې په حواله خبر ورکړی و، چې په تېرو ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اوربند د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره د قاهرې له چارواکو سره پراخې ناستې او تلیفوني خبرې شوي دي.د حماس لخوا مثبت دریځ څرګند شوی، چې دا د اوربند موافقې ته د یاد غورځنګ یو ډول ژمنتیا څرګندوي. د یادونې وړ ده، چې د منځني ختیځ د چارو ګڼ شمېر کارپوهانو د “یحیی سنوار” له څرګندونو وروسته په خپلو تبصرو کې ویلي، چې د جګړې او اوربند اصلي کیلي له یحیی سنوار سره ده او هغه چې هر څه وایي د حماس ګوند ټول غړي یې باید ومني.


















