کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» له یو شمیر خبریالانو سره په خبرو کې له اسلامي امارت “طالبانو” سره د اړیکو ټینګو ضروري بللي دي.دې سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» هم ویلي چې روسیې له کلونو راهیسې طالبانو سره اړیکې لرلي او د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه یې د نوم ایستلو باندې کار روان دی.
دې سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» هم ویلي چې روسیې له کلونو راهیسې طالبانو سره اړیکې لرلي او د تروریستي سازمانونو له لیست څخه یې د نوم ایستلو باندې کار روان دی. د یادونې وړ ده، چې ولسمشر پوتین داسې مهال طالبانو سره د اړیکو په ټینګول ټینګار کوي، چې تېره اوونۍ د قزاقستان ولسمشر په یو ځانګړي فرمان کې طالبان د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه و ایستل. د کتونکو په بارو روسیه، چین او د منځنۍ آسیا هیوادونه هڅه کوي، چې اسلامي امارت سره اړیکې ورغوي ترڅو په سیمه کې د پراختیایي پروژې او سوداګري وده وکړي.


















