کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې پر ورځ د جون میاشتې په ۵مه نېټه د سراج الدین حقاني په ګډون د اسلامي امارت پر څلورو غړو سفر بندیزونه لرې کړل. د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو پر وزیر “خلیفه سراج الدین حقاني”، د ریاست الوزرا پر سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست پر مشر، عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو پر وزیر نور محمد ثاقب د سفر بندیزونه لرې کړل شوي دي.امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسلامي امارت پر دغو غړو د سفر بندیز معافیت سعودي عربستان ته د حج اداکولو په موخه تصویب شوی دی. د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د استخباراتي ادارې GDI مشر ملا عبدالحق وثیق وړمه ورځ متحده عربي اماراتو ته تللی و او هلته یې د یاد هیواد د ولسمشر په ګډون له یو شمېر مهمو چارواکو سره لیدلي و.


















