کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د حزب الله مقاومتي غورځنګد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د اشغالي فلسطین په شمال کې یې د صهیونیستي ترهګر رژیم د پوځیانو پر یوې اډې د بې پیلوټه اولوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د یاد غورځنګ د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې حزب الله ځواکونو تېره شپه د اشغالي فلسطین په شمال کې د صهیونیستي پوځیانو یوه اډه په نښه کړه، چې په پایله کې یې ۱۱ اشغالګر پوځیان ووژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. په ورته مهال د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس خبر ورکړی، چې د یمن وسله والو ځواکونو د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې په سره سمندرګي او عربي بحیره کې اشغالي فلسطین ته روانې درې بېړۍ په نښه کړي، چې دوه یې په بشپړه توګه له منځه تللي او یوې ته یې د پام وړ زیان اوښتی ده. د یادونې وړ ده، چې د لبنان د حزب الله غورځنګ یوځل بیا ګواښ کړی، چې ځواکونه به یې تر هغو د لبنان- اسرائیلو پر پوله د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي ترڅو چې اسرائیلي اشغالګرو غزه او رفح کې خپل ترهګریز عملیات پای ته نه وي رسولی.


















