کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونو یوځل بیا د اسرائیلو په “حیفا” ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې په یاد ښار کې درنې چاودنې رامنځته شوې دي. د “المیادین” خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو تر بریدونو وروسته په “حیفا” ښار کې د زورورو چاودنو غږونه اوریدل شوي او سیمې ته د اور وژنې عمله او امبولانسونه رسیدلي دي. صهیونیستي رسنیو خبر ورکړی، چې د عراق د اسلامي مقاومت په بریدونو کې یو پوځي هوایي ډګر، د وسلو یوه ډیپو او د تېلو ذخیرې په نښه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونه د اشغالي فلسطین دننه عملیات کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته لسګونه بریدونه کړي، چې په پایله کې صهیونیستانو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتې دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رسنیو د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویلي.


















