کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د روسیې د دفاع وزارت ویلي؛ د اوکراین د وسله والو ځواکونو ۲۵ بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د روسیې په اوو سیمو کې رانسکورې شوې دي.
د سپوتنیک په وینا، د روسیې د دفاع وزارت د رسنیو څانګې لیکلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د روسیې په خاوره کې 25 اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.
د دغه وزارت په پيغام کې راغلي دي: تيره شپه اوکرایني بې پیلوټه الوتکو هڅه کوله، چې د روسيې په خاوره کې ځینې اهداف په نښه کړي؛ خو وړاندې تر دې چې هدف ته ورسیږي ټولې یې د روسي ځواکوانو لخوا ویشتل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د اوکراین په دویم ستر ښار “خارکېف” کې د روسي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰۰۰ تنه اوکرایني پوځیان وژل شوي و او سلګونه نور ټپیان و. د اوکراین دفاع وزارت بیا د خپلو وژل شویو پوځیانو شمېره ۶۴۰ تنه ښودلې او په خبره یې د خارکېف له یو شمېر سیمو یې ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.