يمني ځواکونو سور سمندرګي کې دوه کښتۍ په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

يمني ځواکونو خبر ورکړی، چې د فلسطیني مظلوم ملت په ملاتړ،، رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژيم د جرمونو او پر يمن د امريکا او بريتانيا د بريدونو بريدونو په غبرګون کې پيل شويو عملياتو په ترڅ کې يې تېره ورځ په سور سمندرګي کې دوه کښتۍ په نښه کړي دي.
د يمن د وسله وال پوځ وياند يحيی سريع له لوري په دې هکله خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې په سور سمندرګي کې دوه بريالي عملیات ترسره کړي دي.
د نوموړي د ادعا له مخې ځواکونو يې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مټ سور سمندرګي کې اشغال شوي فلسطيني بندر ته تلونکې(Elbela) او (Aall Genoa) بيړۍ ويشتلي او له منځه وړي.
بايد وويل شي چې د تیر کال د اکتوبر مياشتې له اوومې راهيسې، چې اشغالګرو پر غزه سخت هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي، د يمن حوثيانو د فلسطيني ملت په ملاتړ د صهيونيستي رژيم او د هغوی د متحدينو ګڼ شمېر کښتۍ په نښه کړي دي او ګواښ يې چې د اسراییلي اشغالګرو د وحشت تر بشپړې خاتمې پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button