يمني ځواکونو په سور سمندرګي او عربي بحيره کې ۳ کښتۍ ويشتلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې سور سمندرګي او عربي بحيره درې کښتۍ ويشتلي.
د خپر پاڼې له مخې ځواکونو يې د فلسطيني مظلوم ملت د مرستې په پار او د صهيونيستي رژيم د ځواکونو له لوري وړمه ورځ نصيرات کمپ کې د ترسره کړي جرم په غبرګون کې درې کښتۍ ويشتلي.
خبرپاڼه زياتوي چې لومړي بريد په سور سمندرګي کې د (ډايمونډ) په نامه بريتانوي بيړۍ په نښه شوې.
په ورته مهال د بالستيک توغنديو او بې پیلوټه الوتکو په مټ په عربي بحيره کې د (Norderney) او (MSC Tavvishi) په نومونو دوه هغه کښتۍ ويشتل شوي، له خبرداري سربيره يې داشغال شوي فلسطين بندرونو ته سفر کاوه.
بايد وويل شي چې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي غزه کې د صهيونيستي رژيم د پراخو جرمونو په غبرګون کې د يمني ځواکونو له لوري په سور سمندرګي او ورڅېرمه سيمو کې د اسراييلي اشغالګرو او د هغوی د متحدينو ګڼ شمېر کښتۍ په نښه کړي دي.



