کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې تېره شپه د یمن په “حدیده” ولایت د امریکايي او برېتانوي اشغالګرو په وحشیانه بریدونو کې ۳۳ کسان شهیدان او ۷۳ نور ټپیان شوي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تائید کړه، چې د تېرې شپې بریدونه د “حدیده” ولایت اړوند په “التحيتا” ولسوالۍ کې د یمني ځواکونو په څواهدافو ترسره شوي، چې په پایله کې یې د یمن د وسله والو ځواکونو ۳۳ غړي شهیدان او ۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادې سرچینې په خبره امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د یو پوځي هوایی ډګر په ګډون د یمني ځواکونو شپږ اډې په نښه کړي، چې په پایله کې یې د ځاني زیانونو سربېره پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې پر یمن د امریکایي او برېتانوي اشغالګرو په بریدونو کې د یمن وسله والو ځواکونو ته په دومره ستره کچه ځاني تلفات اړوي.


















