کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د صهیونیستي اشغالګرو ۳ ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۱۹ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي. دغه راز د حماس غورځنګ سرچینو ادعا کړې، چې د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې یې د صهیونیستي ځواکونو پر یو پټنځای د توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۷ اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یا دونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني چینل د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس ځواکونو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.


















