کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو د وياند له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت د مرستې او صهيوني رژيم د جرمونو په غبرګون کې تېره ورځ په سور سمندرګي کې د (TUTOR) په نامه هغه کښتۍ په نښه کړې چې د دوی له لوري لګول شوي بندیز سربيره هم د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته روانه وه.
خپرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ځواکونو يې د عراق اسلامي
د مقاومت ډلې سره په ګډه د دښمن دوه اهداف په برياليتوب سره په نښه کړي دي.
لومړی هغه يې د اسدود ښار کې د توغندیو په مرسته وشو او دوهم يې حيفا کې د څو بې پیلوټه الوتکو په مرسته په برياليتوب سره ترسره شو.
بايد وويل شي چې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي غزه کې د صهيوني رژيم له لوري د پراخو بشر ضد جرمونو پر وړاندې د يمني حوثيانو له لوري لسګونه کښتۍ په نښه شوي او د دغې لړۍ د لا پراخېدو ګواښ يې کړی دی.


















