کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغالي فلسطین بندرونو ته تلونکې دوه بېړۍ ویشتلي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند “جنرال یحیی سریع” لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي: “د فلسطیني ولس پر وړاندې د صهیونیستي اشغالګرو د راوانو وحشتونو او پر یمن د امریکا-برېتانیا د بریدونو په غچ کې زموږ هوایي او سمندري ځواکونو د “مبارک کنډور” په نامه یوه امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو پر مټ په نښه کړه.”
د یمن د وسله والو ځواکونو اعلامیه کې چې یوه کاپي یې “کابل ټکی کام” ته هم رالیږل شوې دغه راز راغلي: د (CAPTAIN PARIS) په نامه یوه اسرائیلي شرکت پورې اړوند بېړۍ د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه له منځه یو وړل شوه. د یمن د وسله والو ځواکونو اعلامیه کې ادعا شوې، چې دواړه عملیات یې بریالي وو. د یادونې وړ ده، چې د یمني ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی،چې د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته تلونکې هره بېړۍ یې مشروع اهدافو کې راځي او د دوی ځواکونه به یې تر هغو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، ترڅو چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا روان وحشیانه بریدونه پای ته نه وي رسېدلي.