کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې غزې تړانګې او رفح کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ رتبه قوماندان په ګډون ۷ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د صهیونیستي اشغالګرو یو ټانک د “یاسین ۱۰۵” توغندي په وسیله ویشتلی، چې په پایله کې یې ۵ اشغالګر پوځیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د حماس سرچینو رفح کې هم د سختو جګړو خبر ورکړی او په خبره یې د اسرائیلي پوځ د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون یې ۲ صهیونیستي پوځیان وژلي دي. که څه هم اسرائیلو تر دې دمه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې غزه او اړوندو سیمو کې د فلسطیني مقاومتي ډلو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د سختو جګړو خبر ورکړی ده.

















