کابل ټکی کام (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې صهیونیستي ريژیم په لبنان د برید طرحه تائیده کړه او اوسمهال د لبنان-اسرائیلو په پوله د حزب الله ځواکونو او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې حزب الله غورځنګ د ځان او لبنان د دفاع وړتیا لري.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي خبرداری ورکړی، چې د صهیونیستي ريژیم هر ډول بې پروا پریکړه کیدای شي سیمه په یوه نوې جګړه کې ښکیل کړي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان او اشغالي فلسطین له پولې څخه د لبنان جنوب ته د ننوتلو هڅه کړې ده؛خو د حزب الله ځواکونو د سخت مقاومت له امله شاتګ ته اړ شوي او درانه مالي او ځاني زیانونه هم ور اوښتې دي.


















