کابل ټکی کام (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره هڅې کوي. د قطر لومړی وزیر وایي: موږ غزه کې د یو تلپاتې اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره له خپلو متحدینو سره په ګډه کار کوو. د نوموړي په خبره غزه کې سمدستي اوربند په ټولو جبهو کې د تاوتریخوالی د کمولو یوازینۍ لار ده.موږ په خپلو شریکانو باور لرو چې د اوربند او د سیاسي پروسې د پیل لپاره به په اسرائیلو هر ډول فشارونه واچوي. نوموړي دغه راز له هسپانیا هېواد مننه کړې، چې له ترکیې او جنوبي افریقا وروسته یې د جرمونو په نړیواله محکمه کې په اسرائیلو د ټول وژنې عریضه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر بیا له هغو هېوادونو مننه کړې، چې تازه یې فلسطین د یو خپلواک حکومت په توګه په رسمیت پيژندلی ده.


















