کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ځواکونو يې د عراق اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې حفيا کې يوه اسراييلي بیړۍ ويشتلې ده.
خپرپاڼه کې راغلي چې غزه کې د فلسطيني ملت پر وړاندې د صهيونيستي اشغالګرو د جرمونو په ځواب کې يې ځواکونو د عراق اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې د ( msc manzanillo) په نامه يوه اسراييلي بیړۍ ويشتلې ده.
بايد وويل شي چې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي چې غزه کې د صهيونيستي رژيم له لوري د لوړې کچې جرمونه او وحشت پيل شوی، يمني حوثیانو يې پر وړاندې سور سمندرګي، عربي بحيره او نږدې سيمو کې د صهيونيستي رژيم، امريکا او متحدينو ګڼ شمېر کښتۍ ويشتلي او ګواښ يې کړی، چې بريدونه به يې دوام او شدت پيدا کړي.


















