غزه؛ د حماس ځواکونو برید کې ۱۷ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د غزې شمال کې د اسرائیلي پوځیانو د کاروان په لاره کې د ماین چاودنې ۱۷ تنو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ایرنا خبري آژانس د اسرائیلي رسنیو په حواله خبر ورکړی چې، د صهیونیستي رژیم د پوځیانو د یوه زغره وال ګاډي په لاره کې د ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې ۲ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي، چې له ډلې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په ورته مهال فلسطیني سرچینو خبر ورکړی دی چې په جنین ښار کې هم د صهیونیستي پوځیانو او د فلسطیني مقاومت د ځواکونو ترمینځ سختې نښتې روانې دي

مربوطه مطالب

Back to top button