کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د دوحې دریمه ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي “اصف دُراني” افغان پلاوي ته هرکلی ویلی او په خبره یې هېواد یې په اقتصادي برخه کې افغانستان سره ولاړ دی. نوموړي ویلي، چې پاکستان افغانستان کې د سترو پروژو ملاتړ کوي او افغانانو ته یې د تحصیلي فرصتونو په چمتو کولو کې مرسته کړې ده. ښاغلي دراني وویل افغانستان سره باید د مرستو ملاتړ وشي او دا کار د امنیت د دوام او ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې مؤثر دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند او دوحې ته د تللي پلاوي مشر “ذبیح الله مجاهد” پر خپله “ایکس” پاڼه لیکلي و، چې د افغانستان په اړه د روسې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او داسلامي همکاریو سازمان دریځونه د ستایلو وړ دي.
















