کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د ایران د مذهبي مشر “ایات الله علي خامنه ای” سلاکار کمال خرازي اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې پر لبنان او حزب الله باندې برید به اسرائیل د سیمه ییزې جګړې د پیلېدو له خطر سره مخ کړي.خرازي له «فایننشل ټایمز» سره په مرکه کې ویلي، که اسرائیل د لبنان د حزب الله پر ضد جګړه پیل کړي، د ایران حکومت او په سیمه کې صهیونیستي ضد مقاومتي ډلې به د په ټول توان سره د حزب الله دفاع کوي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې لبنان ته د جګړې غځیدل به اسرائیلي ريژیم د نړۍ له نقشې محوه کړي او دا به یوه پریکنده جګړه وي، چې په پایله کې به یې د صهیونیستي ريژیم ټغر ټول او د یو خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کېدو ته به لاره هواره کړي. د یادونې وړ ده، چې د ایران د مذهبي مشر دغه لوړ پوړی سلاکار داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیلو ترهګر ريژیم د لبنان په جنوب کې د حزب الله غورځنګ پر وړاندې د پراخو هوایي او ځمکنیو عملیاتو طرحه تائیده کړه او ورسره سم د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله غورځنګ او صهیونیستي پوځیانو ترمنځ جګړو زور اخیستی ده.


















