کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستانو او پر یمن د امریکا-برېتانیا هوایي حملې روانې دي. نن د جمعې تر لمانځه وروسته په پلازمېنه “صنعا” زرګونو کسانو د اسرائیلو، امریکا او برېتانیا په ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه کړي دي.
د حوثیانو اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې د خبر له مخې پلازمینې “صنعا” کې سلګونه زره خلګو پر یمن د امریکا_ برېتانیا د روانو بریدونو او د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ په موخه لاریونونو کې بر اخیستي ده.
لاریونوالو چې د یمن او خپلواک فلسطین بیرغونه یې له ځانونو سره لیږدول له فلسطیني ولس سره خپل ملاتړ څرګند کړ او د حوثیانو په مشرۍ له یمني حکومت څخه یې وغوښتل، چې د فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او په سره سمندرګي کې د امریکا او برېتانیا په پیړیو بریدونه روان وساتي.

















