یمني ځواکونو د عراق اسلامي مقاومت سره په ګډو عملیاتو کې د اسرائیلو “ام الرشراش” ښار په نښه کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د عراق د اسلامي مقاومت سازمان سره په ګډو پوځي عملیاتو کې د اشغالي فلسطین په “ام الرشراش” ښار کې د صهیونیستي ريژیم یو مهم پوځي هدف د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی او په خبره یې عملیات یې بریالي و او صهیونیستي دوښمن ته پکې د پام وړ زیانونه اوښتي دي. د یادونې وړ ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې به د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې سره خپلو ګډو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button