اسماعیل هنیه : د اسرائیلو لخوا بریدونه مذاکراتو ته زیان رسوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۳)

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي، د اسرائیلي پوځ له خوا غزه کې روان بریدونه د به د اوربند د موافقې لپاره د خبرو اترو بهیر ټکنی کړي.د حماس سیاسي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چېؤ هنيه د منځګړو هیوادونو له استازو سره بیړنۍ تماسونه نیولي دي ځکه چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ له خوا «پراخ قتل عام» او «جبري بې ځایه کیدل» دوام لري.هنيه د خبرو اترو پرمهال غزه، رفح او نورو ښارونو کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې، ترڅو خبرې ښې پرمخ لاړې شي.هنيه ټينګار کړی، چې د خبرو اترو د بهير د ناکامۍ مسووليت به په بشپړه توګه د اسرائيلو د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو او د هغه د پوځ په غاړه وي، نوموړي خبردارى ورکړی، هغه څه چې په غزه، رفح او نورو ځايونو کې پېښ شوي او یا پیښیږي د خبرو اترو بهير ټکنی کوي
د یادونې وړ ده،چې په راتلونکو ورځو کې به د مصر او قطر په منځګړیتوب د اسرائیلو او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې او اوربند په اړه یوې موافقې ته د رسیدو لپاره یوځل بیا خبرې اترې پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button