يمني ځواکونو په سور سمندرګي کې د اشغال شوي فلسطين بندر ته تلونکې بیړۍ ويشتلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو ویاند جنرال يحيی سريع له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت د ملاتړ او د اشغالګرو د وحشتونو په غبرګون کې اشغال شوي فلسطين ته تلونکې بیړۍ ويشتلې.
اعلاميه کې راغلي چې د دوی بحري او هوايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د(Chrysalis) په نامه کښتۍ دوه ځله په نښه کړې ده، لومړی ځل په سور سمندرګي کې او دوهم ځل په باب المندب کې.
د يمني ځواکونو ویاند ټينګار کړی چې د صهيونيستي اشغالګرو، امريکا او بريتانيا پر وړاندې به يې بريدونه تر هغه وخته پورې روان وي چې د غزې اشغال په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلی او دغه راز پر يمن د امريکا او بريتانيا بريدونو پای نه وي موندلی.



