غزه کې د اوربند په اړه د حماس او اسرائیلو خبرې یو ځل بیا بې‌ پایلې پای ته رسېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

په غزه کې د اوربند په اړه د قطر او مصر په منځګړتوب خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. یوه جګپوړي فلسطیني چارواکي د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خبرو په سبوتاژ کولو تورن کړی. تر اوسه اسراییلو په دې اړه څه نه دي ویلي. امریکايي او مصري منځګړو هڅه کوله چې اسراییل او حماس په یوه ټکي هوکړه سره وکړي، جګړه پای ومومي او د اکتوبر پر اوومه د یرغملو شویو خوشي کېدو ته لاره جوړه شي. یوې معتبرې فلسطيني سرچینې ویلي، حماس له خپلې هغې غوښتنې هم تېر شو چې د هرې هوکړې په سر کې باید دايمي اوربند وي او ډېر نرمښت یې وښود. خو هغه په دې خبرو کې بنیامین نتانیاهو په خرابکارۍ تورن کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button